۰

د پکتیا د احمد آباد ولسوال په یوه چاودنه کې ټپي شوی دی

یکشنبه ۱۶ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۰۹
سیمه ییز چارواکي وايي، د پکتیا ولایت د احمد آباد ولسوالۍ ولسوال حضرت محمد رودوال په یوه موټر بم چاودنه کې ټپي شوی دی.
د پکتیا د احمد آباد ولسوال په یوه چاودنه کې ټپي شوی دی
سیمه ییز چارواکي وايي، د پکتیا ولایت د احمد آباد ولسوالۍ ولسوال حضرت محمد رودوال په یوه موټر بم چاودنه کې ټپي شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره ورځ (د غويي ۱۵مه) ناوخت مهال د یادې ولسوالۍ د بالاده په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت وايي، چې بم په یوه موټر کې ځای پر ځای شوی و او پر ولسوال یې چاودنه کړې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې په دغه چاودنه کې ولسوال او دوه ساتونکي یې ټپیان شوي، خو یو ساتونکی او یو بل ملکي وګړی وژل شوي دي.

د هغه په وینا تر پېښې وروسته ولسوال او دوه نور ټپي کسان روغتون ته د درملنې په موخه لېږدول شوي، چې روغتیايي حالت یې ښه ده.

تر اوسه د دغه پېښې مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ ماښام مهال د کندهار د امنیه قوماندان جنرال رازق په کور هم وسله وال ځانمرګی برید شوی خو چا ته په کې زیان نه دی اوښتی او یوازې درې وسله وال برید کوونکي په کې وژل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:پکتیا
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي