۰

امریکا کې په یوه ښوونځي کې وسله وال برید ۱۰ زده کوونکي وژلي

شنبی ۲۹ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۵۱
د امریکا تکزاس ایالت د هیوسټون ښار اړوند د سانتافي په نوم ښوونځي کې یو وسله وال کس پر زده کوونکو ډزې کړې او ګڼو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
امریکا کې په یوه ښوونځي کې وسله وال برید ۱۰ زده کوونکي وژلي
د امریکا تکزاس ایالت د هیوسټون ښار اړوند د سانتافي په نوم ښوونځي کې یو وسله وال کس پر زده کوونکو ډزې کړې او ګڼو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د تکزاس پولیسو ویلي په دغه برید کې ۱۰ زده کوونکي وژل شوي او یو شمېر نور ټبپیان شوي دي.

ویل کېږي برید کوونکی کس دیمیتریوس پاګورتزس نومېږي او ۱۷ کاله عمر لري، چې دا مهال د پولیسو له خوا نیول شوي او څېړنې ترې روانې دي.

پولیس ګمان کوي، چې بریدکوونکی کس به هم د ښوونځي زده کوونکي وي خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي، ولې ویلي یې دي، چې له تورن کس سره د همکارۍ په تور د ښوونځي یو بل زده کوونکی هم نیول شوی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم پر ښوونځي د برید وروستۍ پېښه غندلې ده.

دا په داسې حال کې ده، چط تر دې وړاندې په فلوریدا کې پر یوه ښوونځي په برید کې ۱۷ زده کوونکي وژل شوي وو او له دغه پېښې وروسته ګڼو امریکایانو پر وسلو د کنټرول غوښتنه وکړه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي