د کورنیو چارو وزارت وايي، په ننګرهار ولایت کې د داعش وسله والو د ترهګرو بریدونو اصلي طراح او مهم قوماندان وژل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کورنیو چارو وزارت نه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د پولیسو ځانګړو ځواکونو تېره شپه د ننګرهار ولایت په نازیانو ولسوالۍ کې ځانګړي عملیات تر سره کړل.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې عملیاتو کې د داعش ډلې وتلي، مهم قوماندان او د ترهګرو بریدونو اصلي طراح حکمتیار له خپلو څلورو ساتونکو سره یو ځای وژل شوی دی.
سرچینه زیاتوي، چې قوماندان حکمتیار په ننګرهار کې د وروستیو بمي بریدونو او چاودنو په طرحه کولو او تر سره کولو کې لاس درلود.
د کورنیو چارو وزارت زیاتوي، چې د داعش دغه قوماندان نه یوازې د ترهګرو بریدونو طراح و، بلکې په دغه ولایت کې یې داعش وسله والو ته وسلې او چاوېدونکي توکي هم برابرول.
جمهورخبري آژانس:کابل