۰
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون یو غړی:

ولسمشر په ټاکنیزو چارو کې لاسوهنه کوي، د کمېسیون ځینې غړي یې ګواښلي

چهارشنبه ۲ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۱۲
د ټاکنو خپلواک کمېسیون مالي او اداري مرستیال معاذالله دولتي پر ولسمشر غني تور پورې کړ، چې په ټاکنیزو چارو کې لاسوهنه کوي، او په کمېسیون کې یې خپل مخالف غړي له دندې پر لرې کولو ګواښلي دي.
ولسمشر په ټاکنیزو چارو کې لاسوهنه کوي، د کمېسیون ځینې غړي یې ګواښلي
د ټاکنو خپلواک کمېسیون مالي او اداري مرستیال معاذالله دولتي پر ولسمشر غني تور پورې کړ، چې په ټاکنیزو چارو کې لاسوهنه کوي، او په کمېسیون کې یې خپل مخالف غړي له دندې پر لرې کولو ګواښلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دولتي دغه څرګندونې د اریانا تلوېزیون په یوه خپرونه کې کړې او ویلي یې دي، ولسمشر په هغه غونده کې چې د پېژندپاڼو پر کاپي د سټېکر لګولو په اړه جوړه شوې وه، د ټاکنو په کمېسیون کې خپل مخالف غړي وګواښل.

نوموړي زیاته کړه، چې په دغه غونډه کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون غړي، په کابل کې د امریکا سفیر او د ملګرو ملتونو د استازي په شتون کې په ښکاره توګه و ویل، هغه کسان چې د پېژندپاڼو پر کاپي د سټېکر لګولو له طرحې سره مخالف دي خپلې دندې د پرېږدي.

 هغه ټینګار وکړ او ویې ویل«کله چې د پېژندپاڼو پر کاپي د سټېکر لګولو د موضوع اړوند موږ ارګ ته ور وغوښتل شو، د کمېسیون ځینې غړو له دغه طرحې سره مخالف وکړ، زه هم په مخالفینو کې وم، خو ولسمشر و ویل څوک چې له دې طرحې سره مخالف دي باید استعفا وکړي.»

خو د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي چې په دغه خپرونه کې موجود و، د معاذالله دولتي دغه څرګندونې په کلکه رد کړې او ویې ویل، چې ولسمشر د شفافو، رڼو او پر خپل وخت ټاکنو غوښتونکی دی.

نوموړي و ویل، چې په هغه غونډه کې ده هم شتون درلود او ولسمشر له هېچا نه دي غوښتي، چې له دندې لاس په سر شي، بلکې دا د ولسمشر مسؤولیت دی، چې کله د ټاکنو چارې سمې پر مخ نه ځي، په اړه یې اندېښنه څرګنده کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي