۰

طالبانو د غزني له اجرستان ولسوالۍ ۱۵ سرتېري برمته کړي

پنجشنبه ۳ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۰۸
امنیتي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د غزني ولایت د اجرستان ولسوالۍ څخه ۱۵ امنیتي سرتېري برمته او د ځان سره یې بېولي دي.
طالبانو د غزني له اجرستان ولسوالۍ ۱۵ سرتېري برمته کړي
امنیتي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د غزني ولایت د اجرستان ولسوالۍ څخه ۱۵ امنیتي سرتېري برمته او د ځان سره یې بېولي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا خبره د غزني امنيه قوماندان سمونوال فريد احمد مشعل يوې خبري غونډې ته کړې ده او ویلي یې دي، چې د دغه سرتېرو د خلاصون هڅې روانې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې له تېرو څو ورځو راهیسې په دې ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړې دي، چې طالبانو ۱۵ امنیتي سرتېري هم نیولي او له ځان سره یې بېولي دي.

قوماندان مشعل ویلي، چې اوس د قومي مشرانو پر مټ د دغه سرتېرو د خلاصون هڅې روانې دي، خو تر اوسه کومه پایله نه ده لرلې.

د اجرستان د امنیه قوماندان په خبره چې کمانډو ځواکونه یادې ولسوالۍ ته ورسېږي او ډېر ژر به امنیتي حالت کابو کړي.

طالبانو هم دغه موضوع تاييد کړې او ویاند یې قاري یوسف احمدي ویلي، چې په اجرستان کې یې ۳۳ امنیتي سرتېري وژلي او ۲۱ یې ژوندي نیولي دي.

جمهورخبري آژانس:غزني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي