سیمه ییز چارواکي وايي، هلمند ولایت کې د ملي اردو په سرتېرو موټر بم ځانمرګی کې شپږ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د هلمند د والي ویاند عمر ځواک زیاتوي، چې برید نن سهار (یکشنبې د غبرګولي ۶مه) شاوخوا ۷ بجې د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې په ملي اردو سرتېرو باندې شوی دی.
د هغه په وینا دغه برید دقیقآ د نادعلي ولسوالۍ شیرین جان چهار راهي ته څېرمه د ۲۱۵ میوند قول اردو د درییمې لوا د لومړي کنډک مخ شوی.
ځواک زیاتوي، برید د مازدا موټر په واسطه شوی، چې په کې د اردو دوه سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
د هلمند امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالغفار ساپي هم وايي په دغه برید کې د پوخ دوه سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
خو ځینو رسنیو د امنیتي سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې په دغه برید کې د پوځ
که څه هم ځواک په دې اړه نور جزیات ورنه کړل، خو ویل کېږي، برید د ملي اردو د درېیمې لوا پر اول کنډک د موټر په واسطه شوی دی.
د یادې لوا یوې سرچینې رسنیو ته ویلي، چې دوی په دغه برید کې د پوځ د ۸ سرتېرو د وژل کېدو او ۱۱ د ټپي کېدو معلومات تر لاسه کړي دي.
د برید مسوولیت وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستی او ویاند یې قاري یوسف احمدي په برید کې د ۱۱۰ سرتېرو د مرګ ژوبلې ادعا کړې ده.
جمهورخبري آژانس:هلمند