د کورنیو چارو وزارت د د پوله ساتو ځواکونو عمومي قوماندان او دغه راز د څلور ولایتونو د امنیه قوماندانیو له پاره نوي امنیه قوماندانان په دندو وګمارل.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کورنیو چارو وزرت د ننګرهار، کاپیسا، اروزګان او سمنګان ولایتونو امنیه قوماندانان تبدیل او پر ځای یې نوي کسان ګمارلي دي.
د کورنیو چارو وزارت دغه وړاندیز ولسمشرۍ ماڼۍ هم تاييد کړی دی او پر اساس یې پاسوال عبدالله د رحمت الله زوی د پاسوال په توګه د ټولو پوله ساتو ځواکونو قوماندان ټاکلی دی.
دغه زار پاسوال غلام سنايي د ننګرهار، مل پاسوال محمد محفوظ د کاپیسا، سمونوال محمد معروف د اروزګان او ډګروال محمد جان د سمنګانو د امنیه قوماندان په توګه ټاکل شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل