سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، پولیسو په پروان ولایت کې له یوه موټر څخه سلګونه کیلوګرامه نشه يي توکي کشف او تر لاسه کړي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پروان امنیه قوماندان محمد محفوظ ولي زاده زیاتوي، چې دغه موټر پرون د غبرګولي ۸ مه ماښام مهال نیول شوی دی.
نوموړي زیاته کړه، چې په نیول شوي موټر کې ۷۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي په ډېر ماهرانه ډول ځای پر ځای شوي و، چې پولیسو د پروان په لویه لاره کشف او ونیول شول.
د امنیه قوماندان په خبره قاچابرانو دغه نشه يي توکي په یوه باروړونکي موټر کې ځای پر ځای کړي و او غوښتل یې ننګرهار ولایت ته یې یوسي، خو د سالنګ او جبل السراج تر منځ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د پولیسو له خوا ونیول شول.
دی وايي، د نیول شویو نشه يي توکو د لېږدو په تور یو کس هم نیول شوی دی، چې پلټنې ترې روانې دي.
جمهورخبري آژانس:پروان