۰

ټرمپ وايي د شمالي کوریا له ولسمشر سره ګوري

شنبی ۱۲ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۰۱
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرامپ وايي، د جون میاشتې پر دولسمه نېټه د شمالي کوریا له مشر، کیم جونګ اون سره د کتنې پلان پر ځای دی.
ټرمپ وايي د شمالي کوریا له ولسمشر سره ګوري
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرامپ وايي، د جون میاشتې پر دولسمه نېټه د شمالي کوریا له مشر، کیم جونګ اون سره د کتنې پلان پر ځای دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټرمپ پرون جمعه د جولای پر لومړۍ د شمالي کوریا د مشر، له نېږدې همکار کیم یونګ چاول سره وکتل.

د سپینې ماڼۍ په وینا، په دې کتنه کې د شمالي کوریا د مشر، کیم جونګ اون له لوري یو لیک هم ولسمشر ټرمپ ته د بحث لپاره وړاندې شو.

خو ولسمشر ټرمپ پرون تر کتنې وروسته خبریالانو ته و ویل چې د کیم له لوري ور رسېدلی لیک یې لا نه دی پرانیستلی.

د سپینې ماڼۍ ویاندې، سارا هاکبي ساندرز ویلي، چې له شمالي لوري سره په پرونۍ کتنه کې دا مریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پامپیو او د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار، جان بولتن هم وو.

کیم یونګ چاول د شمالي کوریا د حکومت لوړ رتبه چارواکی او د کیم جونګ اون د ښې لاس سړی دی، چې د مې میاشتې په یو دېرشمه نېټه متحدو ایالاتو ته ولاړ.

کیم یونګ چاول په وروستیو دوو لسیزو کې د شمالي کوریا تر ټولو لوړ رتبه چارواکی دی چې متحدو ایالاتوته یې سفر وکړ.

هغه په نیویارک کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل او د شمالي کوریا د مشر، کیم جونګ اون او د جمهور رئیس ډونالد ټرمپ ترمنځ پر را روانه کتنه یې خبرې وکړې چې د جون د دولسمې نېټې لپاره پلان شوې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي