۰

ولسمشر غنی د دیني عالمانو د فتوا ستاینه او هرکلی وکړ

سی شنبه ۱۵ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۰۸
ولسمشر محمد اشرف غني په کابل کې د افغان دیني عالمانو هغه فتوا وستایله، چې په افغانستان کې یې روان جګړ ناروا او ځانمرګي بریدونه او چاودنې یې حرام بللي.
ولسمشر غنی د دیني عالمانو د فتوا ستاینه او هرکلی وکړ
ولسمشر محمد اشرف غني په کابل کې د افغان دیني عالمانو هغه فتوا وستایله، چې په افغانستان کې یې روان جګړ ناروا او ځانمرګي بریدونه او چاودنې یې حرام بللي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پرون کابل کې د لویې جرګې په خیمه کې د هېواد له بېلابېلو برخو څه لږ تر لږه ۲۵۰ دیني عالمان راغونډ شوي و، چې هېواد کې د جګړې د پای ته رسېدو او سولې په اړه خپل نظرونه سره شریک کړي.

دغه علماوو په یوه متفقه فتوار سره په افغانستان کې روانه جګړه نارواه وبلله او ویې ویل، چې دغه جګړه هېڅ ډول دیني صبغه نه لري.

عالمانو ځانمرګي بریدونه، چاودنې او نور خونړي اعمال هم حرام وبلل او د جګړې له ښېکلو غاړو څخه یې وغوښتل، چې اوربند وکړي او د سولې خبرو ته سره کېني.

دیني عالمانو په یوه خوله ویلي، چې په افغانستان کې روانه جګړه د پردیو او د پردیو د ګټو له پاره ده، چې قرباني یې یوازې افغانان او په تېره بیا عام ولس دی.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د علماو دغه غونډه او په کې هر اړخیزه صادره کړې فتوا وستایله او ویې ویل، چې د ملي یووالي حکومت د علماو د دې فتوا د هرکلي تر څنګ د هغې د هر جز پلي کولو ته چمتو دی.

باید و ویل شي، چې پروان د علماوو د غونډې تر پای ته رسېدو وروسته د غونډې ځای ته څېرمه ځانمرګی برید هم وشو، چې په کې د دیني عالمانو په ګډون ۲۰ تنو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

ولسمشر غني په کابل کې د علماو پر غونډې ځانمرګی برید د پیغمبرانو پر وارثانو، دین مبلغانو او اسلامي ارزښتونو  برید وباله.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي