۰

افغانستان د کرکټ په دوهم ۲۰ اوریزه لوبه کې هم بنګله دېش ته مات کړ

چهارشنبه ۱۶ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۱۵
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې له بنګله دېش سره د شل اوریزه نړیوالو سیالیو د لړۍ دوهمه لوبه کې وګټله او په دې سره یې د یادو لوبو لړۍ هم په خپل نوم کړه.
افغانستان د کرکټ په دوهم ۲۰ اوریزه لوبه کې هم بنګله دېش ته مات کړ
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې له بنګله دېش سره د شل اوریزه نړیوالو سیالیو د لړۍ دوهمه لوبه کې وګټله او په دې سره یې د یادو لوبو لړۍ هم په خپل نوم کړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه لوبه پرون سه شبنې د غبرګولي ۱۵ مه د افغانستان په وخت ماښام ۷:۳۰ په هند کې پیل شوه، چې د لوبې پچه یا ټاس بنګله دېش لوبډلې وګاټه او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

بنګله دېش لوبغاړو ښه پیل وکړ او تر ۱۰ اور پورې یې د یوه تن په سوځېدو سره ځان شاوخوا ۸۰ منډو ته رسولی و، خو له هغې وروسته د افغان توپ اچوونکو پر وړاندې ونه شوای درېدای.

که څه هم لومړی فکر کېده چې یاده لوبډله به افغان لوبډلې ته یو لوړ هدف ورکړي، خو د افغان توپ اچوونکو د ښې توپ اچونې له امله یې په ټاکلو شلو اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ایله ۱۳۴ منډې وکړې او یو ۱۳۵ هدف یې وټاکه.

د افغان توپ اچوونکو له لوري راشدخان ۴، محمد نبي، ۲ ، کریم جنت او شاپور ځدران یو یو لوبغاړی وسوځاوه، چې تر ټولو ښه توپ اچونه د راشد وه.

راشد په ۴ اورونو کې د ۱۲ منډو په ورکولو سره ۴ بنګالي لوبغاړي وسوځول او د راشد تر څنګ مجیب ځدران هم ښه وځلېده.

که هم مجیب کومه ویکټه تر لاسه نه کړه، خو په ۴ اورونو کې یې ۱۵ کمې منډې ورکړې.

د افغانستان د توپ وهنې پیل هم د لومړی لوبې په شان ښه او ویې کولای شول، چې د لوبې په ۱۹ اور کې ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره ورکړای شوی هدف پوره او لوبه وګټي.

په توپ وهنه کې سمیع الله شینواري ۴۹، محمد نبي ۳۱، شهزاد محمد ۲۶ او عثمان غني ۲۱ منډې جوړې کړې.

باید و ویل شي، چې د دوهمې لوبې به ګټلو سره افغانستان د دغه لوبو لړۍ په خپل نوم کړه، خو له یادې لوبډلې سره یې درېیمه لوبه پاتې ده، چې سبا پنشنبې د غبرګولي ۱۷ مه په تر سره شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي