۰

دفاع وزارت وايي غزني کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې

پنجشنبه ۱۷ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۳۴
د ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو د غزني ولایت په بېلا بېلو برخو کې د عملیاتو او بریدونو پر مهال وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
دفاع وزارت وايي غزني کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې
د ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو د غزني ولایت په بېلا بېلو برخو کې د عملیاتو او بریدونو پر مهال وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ملي دفاع وزارت نن پنشنبې د غبرګولي ۱۷ مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې افغان ځواکونو د غزني، په اندړو، مقر، ګیلان او قرباغ ولسوالیو کې پر وسله والو پراخ بریدونه او عملیات کړي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې عملیاتو کې ۳۵ وسله وال وژل شوي او ۲۶ نور ټبيان شوي دي.

دفاع وزارت زیاتوي، چې د عملیاتو پر مهال د وسله والو یو موټر، دوه موټرسایکلونه او یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

طالبانو د دې دفاع وزارت د دغه څرګندونې په اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي