۰
لوی درستیز:

د اوربند په موده کې پر طالبانو تهاجمي عملیات نه کوو

پنجشنبه ۱۷ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۲۲
د افغانستان د وسلوالو ځواکونو لوی درستیز محمد شریف یفتلي وایي، اوربند یواځې د افغان طالبانو پر وړاندې اعلان شوی دی او پوځ به د دغه اوربند پایه پر هغوی بریدونه نه کوي.
د اوربند په موده کې پر طالبانو تهاجمي عملیات نه کوو
د افغانستان د وسلوالو ځواکونو لوی درستیز محمد شریف یفتلي وایي، اوربند یواځې د افغان طالبانو پر وړاندې اعلان شوی دی او پوځ به د دغه اوربند پایه پر هغوی بریدونه نه کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جنرال یفتلي نن په کابل کې یوې خبري غونډې و ویل، چې د ولسمشر لخوا اعلان شوی اوربند به د روژې په ۲۷ پیل او د اختر تر پنځمې به دوام وکړي.

نوموړي زیاته کړه چې په دې موده کې به افغان ځواکونه دفاعي حالت غوره کړي، خو که چیرته د وسله والو لخوا ورباندې برید کېږي، دوی به په پوره میړانه له خپلو سنګرونو نه دفاع وکړي.

هغه په خپلو خبرو کې له حقاني شبکې سره هم د افغان کلمه کارولې او ویلي یې دي، چې د طالبانو او حقاني شبکې پر وړاندې به په ټاکلي وخت کې هیڅ وسله وال اقدام ونه کړي.

باید و ویل شي، چې همدا نن ورځ ولسمشر غني په کابل کې د علماوو پرېکړې ته په احترام اوربند اعلان کړ او له وسله والو طالبانو یې هم وغوښتل چې جنګ بس کړي او د سولې له لارې د افغانستان ناورین ته د پای ټکی کېږدي.

بل خوا ویل کېږي، چې هم ویلي ، چې دوی د ولسمشر غنی د سولې وړاندیز اورېدلی او طالبان هم ډېر ژر په دې اړه خپل دریځ روښانه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي