افغان ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د افغان حکومت او شانګهای سازمان تر منځ د تماس ډله رامنځ ته شوې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ارګ نه پرون یک شنبې د غبرګولي ۲۰ مه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دې ډلې د رامنځته کېدو تړون پرون د سرمشریزې په څنډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر لهخوا لاسلیک شو.
افغان ولسمشر هم د شانګهای سازمان په سرمشریزه کې د دې ډلې په رامنځته کېدو خوښي ښودلې ده او ویلي یې دي، چې په دې برخه کې د همکاریو د پراختیا په تمه دی.
ښاغلي غني زیاته کړې، چې افغانستان له جغرافیايي پلوه د اسیا د زړه او د تاریخي اړخه د هند ټاپو وزمې د دروازې په توګه چمتو دی چې د اسیا د څلورلاري په حیث عمل وکړي.
باید و ویل شي، چې افغانستان د شانګهای سازمان څارونکی دی، خو د دې سازمان له ګڼو اصلي غړو سره یې د سیمې په کچه د تاپي او کاسا زر پروژو په څېر لویې پروژې پيل کړې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل