۰
حامد کرزی:

که د پښتون ژغورنې غورځنګ نړیوال ملاتړ وشي پاکستاني به د ترهګرو د ملاتړ پالیسۍ پرېښودو ته اړ کړي

چهارشنبه ۲۳ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۴۲
پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي له ډېورنډ فرضي کرښې پورې غاړې د منظور پشتين په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړ وکړ او وايي له دې غورځنګه ملاتړ به پاکستان د خپلې پالیسۍ بدلولو ته اړباسي.
که د پښتون ژغورنې غورځنګ نړیوال ملاتړ وشي پاکستاني به د ترهګرو د ملاتړ پالیسۍ پرېښودو ته اړ کړي
پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي له ډېورنډ فرضي کرښې پورې غاړې د منظور پشتين په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړ وکړ او وايي له دې غورځنګه ملاتړ به پاکستان د خپلې پالیسۍ بدلولو ته اړباسي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي کرزي دغه حرګندونې پرون دوشنبې
ښاغلي کرزي د پښتون ژغورنې غورځنګ د ملاتړ تر څنګ ویلي«موږ ددغه غورځنګ د غوښتنو کلک ملاتړي یو. موږ د هغو بدلونونو کلک ملاتړ کوو، چې دوی یې غوښتونکي دي، دا ځپل شویو او د دولتي اهدافو لپاره د وسیلې په توګه د کارول شویو وګړو لپاره یوازنۍ لار ده، دوی د سخت دریځۍ او د پاکستان دننه او بهر د وسیلې په توګه د دې ښکارندې د کاریدو پر خلاف غږ پورته کړی، دا خورا ښه پرمختګ دی، نو د هر ویښ ضمیر څښتن یې باید ملاتړ وکړي. »
د غبرګولي ۲۲ مه جرمني کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال کړې دي.

نوموړي په خپلو خبرو کې یو ځل بیا ټینګار کړیو چې د پاکستان اردو او پوځي استخباراتو له کلونو کلونو راهیسې د خپلو او ځینو لویدیزوالو د اهدافو لپاره له ترهګرۍ څخه د پالیسۍ د وسیلې په توګه کار اخیست.

د هغه په وینا دې تګلارې ځايي خلکو، په ځانګړې توګه د ډیورنډ کرښې د هغې غاړې اوسیدونکو، پښتنو، بلوڅانو او دېخوا د افغانستان خلکو ته ویجاړونکې پایلې درلودې.

ښاغلي کرزي د پښتون ژغورنې غورځنګ د ملاتړ تر څنګ ویلي«موږ ددغه غورځنګ د غوښتنو کلک ملاتړي یو. موږ د هغو بدلونونو کلک ملاتړ کوو، چې دوی یې غوښتونکي دي، دا ځپل شویو او د دولتي اهدافو لپاره د وسیلې په توګه د کارول شویو وګړو لپاره یوازنۍ لار ده، دوی د سخت دریځۍ او د پاکستان دننه او بهر د وسیلې په توګه د دې ښکارندې د کاریدو پر خلاف غږ پورته کړی، دا خورا ښه پرمختګ دی، نو د هر ویښ ضمیر څښتن یې باید ملاتړ وکړي. »

پخواني ولسمشر زیاته کړې، که د پښتون ژغورنې غورځنګ نړیوال ملاتړ به د پاکستان پوځ، استخبارات او استبلشمنټ اړباسي، چې له ترهګرۍ او افراطیت څخه د وسیلې په توګه د کار اخیستل کیدو له پالیسۍ لاس واخلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي