۰
د سمنګان والي:

طالبان هڅه کوي د شمال حلقه وي لار تر خپل کنټرول لاندې راولي

پنجشنبه ۲۴ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۲۹
د سمنګان والي عبدالطیف ابراهمیمي وايي، وسله وال طالبان پر خرم او سارباغ ولسوالیو د فشار راوړلو تر څنګ هڅه کوي، چې د شمالي د حلقه وي لارې کنټرول خپل لاس کې واخلي.
طالبان هڅه کوي د شمال حلقه وي لار تر خپل کنټرول لاندې راولي
د سمنګان والي عبدالطیف ابراهمیمي وايي، وسله وال طالبان پر خرم او سارباغ ولسوالیو د فشار راوړلو تر څنګ هڅه کوي، چې د شمالي د حلقه وي لارې کنټرول خپل لاس کې واخلي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي زیاته کړې، چې طالبانو د دې کار له پاره د یادو ولسوالیو په دره صوف پاین او دره صوف بالا فشار زیات کړی تر څو دغه لار وینسي.

نوموړي په دغه ولایت کې د پولیسو د تشکیل کښمت لویه ستونزه وبلله او یې ویل، چې د دغه ولایت د مرکز او ولسوالیو د امنیت له پاره ۱۴۰۰ پولیس بسنه نه کوي.

د سمنګانو والي د ټاکنو له پاره د امنیت له پاره د پولیسو زیاتول اړین وبلل او غوښتنه یې وکړه، چې د ټاکنو د امنیت له پاره باید د پولیسو تشکیل زیات کړای شي.

په ورته وخت د سمنګان ولایت امنیه قوماندان محمد جان دریاب بیا وايي، طالبان د دره صوف ولسوالۍ په سقوط سره هڅه کوي د ډبرو سکرو کان په واک کې واخلي.

جمهورخبري آژانس:سمنګان
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي