۰
روسیه:

افغانستان کې روانه جګړه ورور وژنه ده، باید سوله وشي

سی شنبه ۲۹ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۰۶
روسیې د افغان حکومت له لوري له افغان وسله والو طالبانو د اوربند غځول ستایلي او تمه ښيي، چې دغه اوربند په دغه هېواد کې د تل پاتې سولې لامل شي.
افغانستان کې روانه جګړه ورور وژنه ده، باید سوله وشي
روسیې د افغان حکومت له لوري له افغان وسله والو طالبانو د اوربند غځول ستایلي او تمه ښيي، چې دغه اوربند په دغه هېواد کې د تل پاتې سولې لامل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت پرون دوشنبې د غبرګولي ۲۸ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا مهمه ده، چې په اوربند کې د داعش د خراسان او نورې نړیوالې ترهګرې ډلې شاملې نه دي.

په اعلامیه کې افغان جګړه ورور وژنه بلل شوې او زیاته کړې یې ده«هیله ده، چې د کابل دا نوښت په افغان خاوره کې د ورور وژنې د اوږدې جګړې پای، د سولې د خبرو پیل او د پخلاینې د بهیر سبب شي.»

روسیې دغه اعلامیه پر داسې مهال کړې، چې تر دې وړاندې هم ویل شوي، چې په افغانستان کې روانه جګړه د پردیو او د پردیو د ګټو له پاره ده، چې قرباني یې یوازې افغان دي.

افغان حکومت د یادې جګړې د پای ته رسولو هڅې پیل کړې او د همدې هڅو په لړ کې ولسمشر غني له اختر مخکې د روژې له ۲۷ مې د اختر تر پنځمې پورې یوازې د افغان طالبانو سره د اوربند اعلان وکړ.

د ولسمشر تر دې اعلان دوه ورځې وروسته وسله والو طالبانو هم د اختر په دریو ورځو کې اوربند اعلان کړ، چې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو دغه اقدام په کورنۍ او نړیواله کچه وستایل شو او له دواړو لورو یې د اوربند د اوږدېدو غوښتنه وکړه.

افغان ولسمشر د اختر په وینا کې دغه اوربند تر نامعلومې مودې پورې نور هم وغځاوه او له وسله والو طالبانو یې هم وغوښتل، چې اوربند وغځوي، خو وسله والو طالبانو د اختر له دریمې ناوخته اوربند مات کړ.

که څه هم وسله والو طالبانو اوربند مات کړی خو تر اوسه پورې د دواړو لورو له خوا داسې کومه جګړه چې تر اختر مخکې وې نه ده رامنځ ته شوې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي