۰
ولسمشر غني د هلمند د سولې کاروان ته!

زه یو کال هم اوربند کوم، تاسو د طالبانو مشر ته ورشۍ چې هغه هم اوربند ومني

چهارشنبه ۳۰ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۴۵
افغان ولسمشر محمد اشراف غني د هلمند د سولې د کاروان سره د لیدنې پر مهال و ویل، چمتو دی، چې له افغان وسله والو طالبانو سره اوربند تر یوه کال پورې وغځوي او سوله وکړي.
زه یو کال هم اوربند کوم، تاسو د طالبانو مشر ته ورشۍ چې هغه هم اوربند ومني
افغان ولسمشر محمد اشراف غني د هلمند د سولې د کاروان سره د لیدنې پر مهال و ویل، چمتو دی، چې له افغان وسله والو طالبانو سره اوربند تر یوه کال پورې وغځوي او سوله وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د هلمند د سولې کاروان وړمه ورځ کابل ته او ولسمشر غني هم پرون سه شبنې د غبرګولي ۲۹ مه مازیګر مهال له هغوی سره ولیدل.

د هلمند د سولې کاروان چې له تېرو ۳۸ ورځو راهیسې یې د سولې په خاطر له هملند څخه تر کابل پورې نېږدې ۷۰۰ کیلومتره پلی مزل کړی د جګړې له ښکېلو غاړو غواړي، چې اوربند اوږد کړي او د سولې خبرې پیل کړي.

د دغه کاروان یو سرلاری اقبال خیبر له ولسمشر غني سره په خبرو کې و ویل، چې د لارو په اوږد کې یې د
نوموړي زیاته کړه«د طالبانو له مشره مو ځانګړی خواست دا دی، چې د اوربند دې اوږد کړي.»
ولس له بېلا بېلو پاړکیو سره لیدلي او د ټولو غوښتنه همدا یوه ده، هغه هم په هېواد کې تل پاتې سوله او د جګړې پای.

د هغه په وینا افغانستان کې نېږدې څلور لسیزو جګړو له افغان ولس څخه هر څه لوټلي او نور په کې د جګړې، وژنو او ورانیو د زغم توان نه دی پاتې.

خیبر و ویل دوی د طالبانو له مشر نه هم غواړي لکه څنګه چې حکومت د دغه کاروان ملاتړ وکړ، دوی یې دې هم دغه خواست ته چې د ملت غوښتنه ده مثبت ځواب ورکړي او له جګړې دې لاس واخلي.

نوموړي زیاته کړه«د طالبانو له مشره مو ځانګړی خواست دا دی، چې د اوربند دې اوږد کړي.»

د هلمند د سولې کاروان غړو په خپلو خبرو کې و ویل، تر هغې به خپلې مبارزې او دغه حرکت ته دوام ورکړی او خپل غږ به تر نړیوالو ورسوي، تر څو په ټول هېواد کې سوله نه وي راغلې.

په ورته وخت کې ولسمشر غني د هلمند د سولې د کاروان د ملاتړ او هرکلي تر څنګ و ویل تاسې خپلواک
ښاغلي غني و ویل«ما موقت اوربند اعلان کړی، خو که طالبان غواړي تر یوه کاله پورې هم اوربند کوم، دوی دې هم اوربند وکړي، رادشي د سولې خبرې دې پیل کړي، که په جومات کې غواړي، که په خرقه شریفه کې غواړي، که په دښته او غره کې غواړي، هر ځای چې طالبان غواړي زه د سولې خبرو ته چمتو یم، رادې شي خپل نظریات دې و وايي ان د بهرنیوځواکونو د وتلو پر موضوع هم د خبرو اترو له پاره ورسره تیار یم.»
او په هېچا پورې تړلي نه یاست او غوښتنه مو د الهي امر او د ولس له غږ سره سمه ده.

ولسمشر زیاته کړه، چې هېواد نور له جګړو او ورانیو ستړی شوی ټول ولس سوله غواړي او پکار ده، چې طالبان هم نور له جګړې لاس واخلي او سوله وکړي.

ښاغلي غني و ویل«ما موقت اوربند اعلان کړی، خو که طالبان غواړي تر یوه کاله پورې هم اوربند کوم، دوی دې هم اوربند وکړي، رادشي د سولې خبرې دې پیل کړي، که په جومات کې غواړي، که په خرقه شریفه کې غواړي، که په دښته او غره کې غواړي، هر ځای چې طالبان غواړي زه د سولې خبرو ته چمتو یم، رادې شي خپل نظریات دې و وايي ان د بهرنیوځواکونو د وتلو پر موضوع هم د خبرو اترو له پاره ورسره تیار یم.»

ولسمشر د هلمند د سولې کاروان ته و ویل، چې طالبان درې ورځې اوربند ومانه او کولای شي دغه اوربند تمدید او تر یوه کال پورې هم وغځوي، چې په وینا په هېواد کې د تل پاتې سولې او ثبات له پاره باید دغه کار وکړي.

هغه یو ځل بیا د هلمند د سولې کاروان وستایه او ویې ویل چې ستاسو دغه لوی مدني حرکت نړیوالو ته وښوده چې د افغانستان خلک سوله غوښتونکي، له جګړې بېزازه او مدني ولس دی.

په ورته وخت کې ولسمشر غني د هلمند د سولې کاروان څخه وغوښتل، چې د طالبانو مشر ته هم ورشي او دغه خواست ترې وکړي، چې اوربند اوږد او د سولې خبرو ته غاړه کېږدي.

افغان ولسمشر وايي، طالبان کولای شي خپل ټولو تشویشونه او غوښتنې د خبرو پر مېز د طرحې په شکل وړاندې کړي تر څو یې د پلي کولو له پاره مذاکرات وشي او هېواد له تل پاتې سولې او ثبات څخه برخمن شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي