۰
ناټو:

د اوربند د تمدید په اړه د افغان ولسمشر غني پرېکړه مراعتوو

پنجشنبه ۳۱ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۵۷
په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت مرستیال قوماندان جنرال رچرډ کرپویل وايي، که څه هم د طالبانو له خوا د اوربند ماتولو مایوسه کړي، خو د افغان ولسمشر د هغه پرېکړې ملاتړ ته به دوام ورکړي، چې اوربند یې اوږد کړی دی.
د اوربند د تمدید په اړه د افغان ولسمشر غني پرېکړه مراعتوو
په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت مرستیال قوماندان جنرال رچرډ کرپویل وايي، که څه هم د طالبانو له خوا د اوربند ماتولو مایوسه کړي، خو د افغان ولسمشر د هغه پرېکړې ملاتړ ته به دوام ورکړي، چې اوربند یې اوږد کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جنرال کرپویل دغه څرګندونې پرون چهارشنبې د غبرګولي ۳۰ مه د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون ته په افغانستان کې د خپل ماموریت په اړه په یوې معلوماتي غونډې کې وکړې.
نوموړي زیاته کړې، چې په افغانستان کې په تېرو څو لسیزو کې د لومړي ځل لپاره د افغان د حکومت او طالبانو ترمنځ اوربند وشو.

هغه ویلي، چې د ولسمشر غني لخوا د اوربند د غځولو اعلان او طالبانو ته پرته د شرایطو د مذاکراتو وړاندیز دا څرګندوي چې افغانان سولې ته لیواله دي.

په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت مرستیال قوماندان د طالبانو د اوربند د نه غځولو پریکړې ناهیلې کړی خو د ولسمشر غني د اوربند پریکړه ملاتړ کوي او مراعتوي به یې.

د هغه په خبره ولسمشر غني باور لري چې ټولنیز، ډپلوماتیک او پوخي فشارونه او هلي ځلې به طالبان بالاخره د خبرو لپاره اماده کړي.

جنرال رچرډ کرپویل ټینګار وکړ، چې دا اوس په افغانستان کې ښه فرصت دی، ځکه په افغانستان کې بدلون لیدل کېږي او افغان پوځیان د پخوا په پرتله ډېر پیاوړي شوي دي.

د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت مرستیال قوماندان د خپلې وینا په پای کې و ویل چې د افغانستان ولس په سولې او ثبات کې د ژوند حق لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي