۰

جنرال مراد علي مراد د کابل د ګارنېزیون قوماندان وټاکل شو

شنبی ۲ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۵۷
د کورنیو چارو او دفاع وزارت پخواني مرستیال جنرال مراد علي مراد د کابل د ګارنېزیون د قوماندان او ملي دفاع وزارت د مرستیال په توګه وټاکل شو.
جنرال مراد علي مراد د کابل د ګارنېزیون قوماندان وټاکل شو
د کورنیو چارو او دفاع وزارت پخواني مرستیال جنرال مراد علي مراد د کابل د ګارنېزیون د قوماندان او ملي دفاع وزارت د مرستیال په توګه وټاکل شو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جنرال مراد نن شنبې د چنګاښ دوهمه د ملي دفاع وزیر او نورو لوړ پوړو امنیتي چارواکو په پر دغه څوکیو وګمارل شو.

په دغه مراسمو کې جنرال مراد پر دغه د حکومت د بیا ځلي باور څخه د مننې تر څنګ و ویل، په خپل ټول توان به هڅه وکړي، چې ترڅو کابل کې امنیت خوندي او د خلکو باور پر امنیتي ځواکونو زیات کړي.

هغه زیاته کړه، چې پخوا د کابل له ګارنېزیون څخه خلکو ښه انځور نه درلود خو غواړم چې دغه تصور غلت ثابت کړم او داسې کارونه تر سره کړم، چې ولس پرې باوري شي.

جنرال مراد دا هم و ویل، چې د کابل په کارنېزیون کې به څه کیفي او د کمښت له مخې ادلون بدلون رامنځ ته کړي.

باید و ویل شي، چې جنرال مراد تر دې وړاندې د کورنیو چارو د امنیتي معین او دغه راز د پوځ د مرستیال په توګه دنده تر سره کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي