۰

لوګر کې یو ځايي څارنوال وژل شوی دی

شنبی ۲ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۴۴
سیمه ییز چارواکي وایي، لوګر ولایت کې وسله والو طالبانو پر یوه څارنوال وسله وال برید کړی او وژلی یې دی.
لوګر کې یو ځايي څارنوال وژل شوی دی
سیمه ییز چارواکي وایي، لوګر ولایت کې وسله والو طالبانو پر یوه څارنوال وسله وال برید کړی او وژلی یې دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن شنبې د چنګاښ دوهمه سهار شاخوا لس بجې د لوګر ولایت د علي خان کلا په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

وړاندې تر دې داسې راپورونه و، چې دغه برید د پکتیا د والي شمیم کټوازي پر موټریز کاروان شوی او والي ترې روغ وتلی.

خو اوس د لوګر امنیتي چارواکي وايي، برید پر پکتیا والي نه بلکې د لوګر ولایت پر یوه ځايي څارنوال باندې شوی دی.

د لوګر امنیه قوماندان سمونوال محمد ابدالي د وسله والو مخالفینو یوې درې کسیزې ډلې د یاد ولایت د یو څارنوال ګاډي ته کمین نیولی وو چې د وسله والو په برید کې یاد څارنوال وژل شوی او یو بل کس ټپي شوی دی.

د هغه په وینا ښايي د برید پر مهال د پکتیا د والي موټریز کاروان به هم له کابله- ګردیز ته پر لاره و، خو د برید هدف د شمیم خان کټوازي موټریز کاروان نه وو او نه د ده پر موټریز کاروان ډزې شوي دي.

ابدالي وايي، وسله وال تر برید وروسته په تېښته بریالي شوي دي.

تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:لوګر
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي