۰

کاپيسا کې د دوه وروڼو تر منځ نښته کې یو تن وژل شوی دی

دوشنبه ۴ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۵۹
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، کاپيسا ولایت کې د دوه وروڼو تر منځ په وسله واله نښته کې پنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
کاپيسا کې د دوه وروڼو تر منځ نښته کې یو تن وژل شوی دی
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، کاپيسا ولایت کې د دوه وروڼو تر منځ په وسله واله نښته کې پنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه ولایت د پولیسو قوماندان محمد رازق یعقوبي زیاتوي، چې دغه پېښه تېره ورځ(یک شنبې د چنګاښ درېیمه) ماښام مهال د کاپيسا ولایت د کوهستان په اوله حصه ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې په یاده سیمه کې دوه وروڼه د کورنیو ستونزو له امله په جګړه سره کېوتي، چې د ډزو په ترڅ کې یې یوه مېرمن وژل شوې او څلور نور نارینه ټپیان شوي دي.

د کاپیسا امنیه قومانداني زیاتوي، چې د پېښې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي، خو روغتیايي حالت یې نازک دی.

د قوماندان یعقوبي په خبره تر اوسه د پېښې اصلي لامل نه دی معلوم خو په تړاو یې درې تنه نیول شوي هم دي.
 
جمهورخبري آژانس:کاپیسا
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي