د پګواش نړیوالې موسسې چارواکي وايي، ښايي وسله وال طالبان هم ډېر ژر د حزب اسلامي په شان د سولې لار غوره او سوله وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د یادې موسسې مطبوعاتي مسؤول محمد یوسف افتخار آزادۍ رادیو سره په خبرو کې کړې دي.
نوموړي ویلي، د سولې وروستیو هڅو ته په کتو داسې
محمد یوسف افتخار د خپلو لیدنو، کتنو او د سولې لپاره د وروستیو هلو ځلو ته په کتو ویلي«پخوا د طالبانو دریځ ډېر سخت وو، خو اوس حتی داسې انګېرنې شته چې طالبان دې تر یوه وخته پورې د امریکايي ځواکونو حضور په افغانستان کې ومني او د هغوی د موجودیت سره- سره دوی سولې ته غاړه کېږدي او بالاخره لکه د حزباسلامي په څېر د سولې یو تړون رامنځته شي.»
وړاندوینه کیدای چې طالبان هم ډېر ژر د حزب اسلامي په شان د سولې لار غوره کړي او ان د مهالوېش له مخې د امریکايي ځواکونو اوږدمهاله حضور هم ومني.
د هغه په وینا دا مهال په افغانستان کې د سولې د خبرو اترو له پاره له بل هر وخت زیاتې هیلې پیدا شوې او ورته هلې ځلې هم زیاتې شوي دي.
محمد یوسف افتخار د خپلو لیدنو، کتنو او د سولې لپاره د وروستیو هلو ځلو ته په کتو ویلي«پخوا د طالبانو دریځ ډېر سخت وو، خو اوس حتی داسې انګېرنې شته چې طالبان دې تر یوه وخته پورې د امریکايي ځواکونو حضور په افغانستان کې ومني او د هغوی د موجودیت سره- سره دوی سولې ته غاړه کېږدي او بالاخره لکه د حزباسلامي په څېر د سولې یو تړون رامنځته شي.»
د یادونې ده، چې دا مهال د سولې لپاره د پګواش د نړیوالې مؤسسې مشران او د سولې پروسې د چټکتیا لپاره د متحده ایالاتو یو مرکچي ټیم په کابل کې دی چې د افغانستان د سولې پروسه له نېږدې وڅاري.
د پګواش نړیواله مؤسسه د ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې د افغانستان د سولې لپاره کار کوي او پهدې لړ کې يې څو غونډې هم جوړې کړي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل