۰

وسله وال طالبانو اذربایجان کې کېدونکې غونډه رد کړه

سی شنبه ۵ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۲۰
وسله والو طالبانو هغه خبرونه رد کړل، چې ویل کېږي د افغان حکومت او طالبانو استازي به د اذربایجان پلازمېنه باکو کې د سولې مخامخ خبرې پیل کړي.
وسله وال طالبانو اذربایجان کې کېدونکې غونډه رد کړه
وسله والو طالبانو هغه خبرونه رد کړل، چې ویل کېږي د افغان حکومت او طالبانو استازي به د اذربایجان پلازمېنه باکو کې د سولې مخامخ خبرې پیل کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې تېره ورځ د اذربایجان آي پي اې خبري آژانس د خپل هېواد د دیپلوماتیکو سرچینو له قوله خبر ورکړی و، چې افغان حکومت او طالبان به ډېر ژر به پلازمېنه باکو کې د سولې مخامخ خبرې پیل کړي.

دغه سرچینې زیاته کړې وې، چې دغه مخامخ خبرې به د تماس ډلې د غونډې په څنډه کې د روانې جون میایشتې په ۲۸ مه تر سره شي، چې په کې به د افغانستان په استازي توب د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي په مشرۍ پلاوی برخه ولري.

خو وسله والو طالبانو نن سه شنبې د چنګاښ پنځمه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره دغه راپورونه رد کړي او دا یې هسې ګنګوسې او تبلیغات بللي دي.

طالبانو په خبره پاڼه کې ویلي، چې دوی په هېڅ ځای او له هېچا سره د سولې خبرې نه دي پیل کړې او نه هم په دې اړه کوم پلان لري.

دوی زیاته کړې، چې دا یوازې تبلیغات دي او که طالبان د سولې په کومو خبرو کې برخه اخلي نو معلومات به یې له رسنیو سره شریکوي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي