۰
دفاع زارت:

د اوربند له پای ته رسېدو سره سم ۴۵ وسله وال وژل شوي دي

یکشنبه ۱۰ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۵۸
ملي دفاع وزارت وايي، د افغان حکومت د یو اړخیزه اوربند له پای ته رسېدو سره سم د افغان ځواکونو له خوا د وسله والو مخالفینو پر ضد ځمکني او هوايي عملیات پیل شوي دي.
د اوربند له پای ته رسېدو سره سم ۴۵ وسله وال وژل شوي دي
ملي دفاع وزارت وايي، د افغان حکومت د یو اړخیزه اوربند له پای ته رسېدو سره سم د افغان ځواکونو له خوا د وسله والو مخالفینو پر ضد ځمکني او هوايي عملیات پیل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن یک شنبې د چنګاښ ۱۰ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغان ځواکونو په ځمکنیو او هوايي بریدونو کې ۴۵ وسله وال مخالفین وژل شوي دي.

سرچینې زیاته کړې، چې افغان ځواکونو دغه عملیات د اروزګان په چارچینو ، د هلمند په ګرشک، د فراه په بالابلوک او بکوا او د قندوز ولایت په امام صاحب ولسوالیو کې ترسره شوی دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په چارچینو ولسوالۍ کې ۸ وسله وال وژل شوي، څلور ټپیان، په ګرشک کې ۱۹ وسله وال وژل شويو پنځه ټپیان، په بکوا او بالابلوک کې ۱۰ وژل شوي، دوه ټپیان او په امام صاحب ولسوالس کې ۸ وسله وال وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

خبرپاڼه دا هم وايي، چې په فراه کې د وسله والو دوه مرکزونه او په قندوز کې بیا یو مرکز او د هغوی یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

باید و ویل شي، چې د افغان حکومت له لوري یو اړخیزه اوربند وړمه ورځ جمعه پای ته ورسېد او ولسمشر غني پرون په یوه خبري کنفرانس کې افغان ځواکونو ته د عملیاتو اجازه ورکړه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي