۰
د ولسي جرګې رییس:

یو شمېر وکیلان هره ورځ جلسه کې یو نوی فلم نندارې ته وړاندې کوي

دوشنبه ۱۱ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۴۹
په ولسي جرګه کې د ځینو استازو تر منځ لفظي شخړو د دغه جرګې د رییس عبدالروف ابراهیمي تند غبرګون راوپاراوه او وکیلانو ته یې خطاب کې و ویل هره ورځ یو نوی فلم نندارې ته وړاندې کوی.
یو شمېر وکیلان هره ورځ جلسه کې یو نوی فلم نندارې ته وړاندې کوي
په ولسي جرګه کې د ځینو استازو تر منځ لفظي شخړو د دغه جرګې د رییس عبدالروف ابراهیمي تند غبرګون راوپاراوه او وکیلانو ته یې خطاب کې و ویل هره ورځ یو نوی فلم نندارې ته وړاندې کوی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ولسي جرګې د نن دوشنبې د چنګاښ ۱۱ مه عمومي غونډه کې د یو شمېر وکیلانو تر منځ د هلمند ولایت د نومېش ولسوالۍ د ټاکنیزو ستونزو پر سر لفظي شخړه او یو پر بل غورځی رامنځ ته شو.

په غونده کې د ننګرهار ولایت استازې ارین یون و ویل، چې د نومېش ولسوالي باید په پارلماني ټاکنو کې په هلمند نه بلکې باید په دایکنډي ولایت پورې وتړل شي.

د مېرمن یو دغه خبرو د جرګې د بل غړي احمد شاه رمضان غبرګون راوپاراوه او د سره کارت په پورته کولو سره یې د خبرو کولو اجازه غوښتنه، خو د اداري پلاوي اجازه ورنکړه.

تر دغه خبرو وروسته په ولسي جرګه کې د قندوز د خلکو استازي انجینر کمال صافي او احمد شاه رمضان تر منځ خبرې ښکته پورته او لفظي شخړه یې رامنځ ته شوه، خو خبرې یې نه اورېدل کېدې.

د جرګې د دغه غړو لفظي شخړې او یو پر بل غورځي د ولسي جرګې د رییس عبدالروف ابراهیمي توند غبرګون راوپاروه او د جرګې غړو ته یې خطاب کې و ویل، کېنۍ هره ورځ یو نوی فلم نندارې ته وړاندې کوۍ.

ښاغلي ابراهیمي و ویل«مجلس ستاسو او موږ شخصي کور نه دی، دا د ملت د عزت کور دی، تاسو باید د ولس د استازو په توګه له خپلو کورنیو او ولس څخه باید پر نېکو اخلاقو او متقابل احترام استازیتوب وکړۍ، د ملت او ولس د دغه کور حثیت ته په درنښت باید د قانون په چوکاټ کې خبرې وکړۍ.»

هغه زیاته کړه، چې په جرګه کې فزیکي شخړه، غیرمنطقي، غیر اصولي او له اره منتفي ده او پرته له ذلت او دې چې موږ په دې خپل او د خپلې کورنۍ کلتور نندارې ته وړاندې کړو بل څه نه دي.

د ولسي جرګې رییس و ویل«موږ نشو کولای دغه ټول کړنې خپل ولس ته منسوبې کړو زموږ ولس باعزته ولس دی او دا کړنې زموږ د ولس د کلتور څرګندوی نه کوي.»

باید و ویل شي، چې د ولسي جرګې د غړو تر منځ د تېرې شنبې په ورځ هم د غزني ولایت د ټاکنیزو ستونزو په اړه لفظي شخړه پر فزیکي شخړې واوښته.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي