اوکرایني رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد حکومت غواړي په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر زیات کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه رسنیو زیاته کړې، چې د اوکراین حکومت به خپل ۱۸ نور سرتېري د ناټو په چوکاټ کې په افغانستان کې زیات کړي.
سرچینې زیاتې، چې په دې سره به په افغانستان کې د اوکرایني سرتېرو شمېر ۲۹ تنو ته ورسېږي.
اوکرایني رسنیو د دې هېواد د وزیرانو د شورا د منشي اولکسي هینچیف له خولې دا یوازې د یوه ښه نیت سیاسي اقدام نه دی، بلکې د افغانستان په ماموریت کې د اوکرایني ځواکونو د تجربې د شریکولو په هدف ترسره کېږي.
باید و ویل شي، چې تر دې وړاندې اوکراین په افغانستان کې ۱۱ سرتېري درلودل، چې د ناټو په چوکاټ کې یې دنده مخ ته وړله.
جمهورخبري آژانس:کابل