۰

فاریاب کې شپږ افغان کمانډویان وژل شوي دي

چهارشنبه ۱۳ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۲۸
د افغان پوځ د کمانډو ځواکونو ویاند جاوید سلیم په فاریاب ولایت کې د عملیاتو پر مهال د ۷ کمانډو سرتېرو د مرګ ژوبلې خبر ورکړ.
فاریاب کې شپږ افغان کمانډویان وژل شوي دي
د افغان پوځ د کمانډو ځواکونو ویاند جاوید سلیم په فاریاب ولایت کې د عملیاتو پر مهال د ۷ کمانډو سرتېرو د مرګ ژوبلې خبر ورکړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جاوید سلیم ویلي، دغه پېښه تېره شپه د فاریاب ولایت د خواجه سبزپوش ولسوالۍ د ګورزاد په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې کمانډو ځواکونو په یاده سیمه کې ځانګړي عملیات درلود، چې پر مهال یې د طالبانو له کمین سره مخ شول.

د هغه په وینا د طالبانو په کمین کې شپږ کمانډویان وژل شوي او یو بل تن یې ټپي شوی دی.

د کمانډو ځواکونو ویاند د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي، خو زیاته کړې یې ده، چې پر یاده سیمه سربېره یې په غورماچ، درزاب او کوهستان کې عملیات ځانګړي عملیات تر سره کړي دي.

تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:فاریاب
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي