د زابل ولایت د شملزو ولسوالۍ سلګونو اوسېدونکو په لاریون لاس پورې کړی او وايي، د ټاکنو ځايي کمېۍیون یې حقوق تر پښو لاندې کړي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اعتراض کوونکو د ټاکنو د ولایتي کمېۍیون مخې ته د پرلټ خیمې درولې او له دغه کمېسیون څخه خپل حق غواړي.
دوی وایي، د شملزو ډېری سیمو په تېره بیا ځنځري ته لا هم د نوم لیکنې مواد نه دي رسېدلي او زرګونه کسانو ټاکنو ته نوم لیکنه ده کړې.
اعراض کوونکو کمېسیون ته ۲۴ ساعته وخت ورکړي، چې که یې ستونزه حل نه شوه، نو دوی به د کمېسیون دروازه وتړلي.
بل خوا د زابل د ټاکنو کمېسیون مشر هغوی ته ویلي، چې د دې ولسوالۍ له پاره یې کسان ګمارلي او مواد یې ځانګړي کړي، خو په لېږد کې یې ستونزې شته.
د هغه په وینا هڅه کوي، د ولایت له مقام سره په همغږۍ دغه ستونزه ژر تر ژره حل او ټاکنیز مواد شملزو ولسوالۍ ته ورسوي.
جمهورخبري آژانس:زابل