د کاناډ روغتیايي چارواکي ویلي په په مونتریال کې د تودې هوا له امله ۱۷ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د مونتریال د عامه روغتیا په څانګې کې یوه مسوول ډاکټر ډیویډ کیسر په وینا اکثر قربانیان هغه کسان دي چې یوازې اوسېدل او ایرکنډیش یې نه درلود.
بل د کاناډا په ختیځ کیوبک ښارګوټي کې چې هوا پرون نژدې ۴۰ درجې د سانټي ګیرید وه، پنځه تنه مړه شوي دي.
ویل کېږي، چې په مونتریال کې پرون چهارشنبې هوا د سانتي ګرېډ ۳۴ درجو ته رسېده او نن هم همدومره اټکل شوې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل