۰

د کعبې شریفې امام افغانستان کې روانه جګړه فتنه وبلله

سی شنبه ۱۹ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۰۹
د کعبې شریفې امام صالح بن عبدالله بن حمید په افغانستان کې روانه جګړه فتنه وبلله او ویې ویل هغه څوک چې سوله غواړي کامل مسلمان او هغه څوک چې سوله نه غواړي، هغوی د شیطان لار تعقیبوي.
د کعبې شریفې امام افغانستان کې روانه جګړه فتنه وبلله
د کعبې شریفې امام صالح بن عبدالله بن حمید په افغانستان کې روانه جګړه فتنه وبلله او ویې ویل څومره ژر چې کېدای شي باید دغه جګړه ودرول شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي عبدالله بن حمید دغه څرګندونې نن د سعودي عربستان جده ښار کې د افغان جګړې د پای ته رسولو او سولې په اړه د دیني عالمانو په جوړ شوي کنفرانس کې وکړې.

د کعبې شریفې امام په خپلو خبرو کې و ویل« امن او ایمان دوه تړلي ټکي لري، چې یو یې نه وي، بل نه شي راتللی، هغه دا دي چې چیرته مؤمن وي هلته باید امن وي.»

نوموړي په افغانستان کې روانه جګړه فتنه وبلله
د کعبې شریفې امام په خپلو خبرو کې و ویل« امن او ایمان دوه تړلي ټکي لري، چې یو یې نه وي، بل نه شي راتللی، هغه دا دي چې چیرته مؤمن وي هلته باید امن وي.»
او زیاته یې کړه، چې د دغه هېواد روان وضعیت نور د زغملو نه دی او باید ودرول شي.

ښاغلي صالح بن عبدالله بن حمید و ویل، چې دوی د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ کوي او په وینا هغه څوک چې سوله غواړي کامل مسلمان او هغه څوک چې سوله نه غواړي، هغوی د شیطان لار تعقیبوي.

باید و ویل شي، چې د افغانستان د جګړې او سولې په تړاو د اسلامي نړۍ د ۳۷ هېوادونو تر سلو زیاتو دیني عالمانو نن جده کې غونډه پیل کړه، چې سبا به هم دوام ولري.

دغه غوندې ته د افغانستان دیني عالمان هم ورغلي او په خپلو خبرو کې یې د سعودي عربستان له حکومت او په ځانګړې توګه د سعودي عربستان له پاچا غوښتي، چې طالبان د سولې د خبرو له پاره حرمینو شریفینو ته وروغواړي.

همدارنګه افغان دیني عالمانو دا غوښتنه هم کړې، چې د دغه کنفرانس نه دې یو پلاوی وټاکل شي تر څو د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو منځګړیتوب وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي