۰

غزني کې د هوايي برید پر مهال نېږدې ۷۰ وسله وال وژل شوي دي

یکشنبه ۲۴ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۱۰
ملي دفاع وزارت غزني ولایت کې د افغان هوايي ځواکونو د برید پر مهال د لسګونو وسله والو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.
غزني کې د هوايي برید پر مهال نېږدې ۷۰ وسله وال وژل شوي دي
ملي دفاع وزارت غزني ولایت کې د افغان هوايي ځواکونو د برید پر مهال د لسګونو وسله والو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن یک شنبې د چنګاښ ۲۴ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، افغان ځواکونو د غزني په اجرستان، اندړ، خواجه عمري او د غزني ښار په څنډو کې پر وسله والو هوايي بریدونه کړي دي.

سرچینې زیاته کړې، چې په دغه هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۶۸ وسله وال طالبان وژل شوي او ۳۱ نور ټپیان شوي دي.

دفاع وزارت وايي، په دې بریدونو کې د وسله والو څو خځې، دوه موټر او ۹ موټرسایکلونه هم له منځه وړل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي