۰

ننګرهار کې پر پوله ساتو ځواکونو موټربم ځانمرګی برید وشو

یکشنبه ۲۴ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۰۸
ختیځ کې د پوله ساتو ځواکونو چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د سرحدي ځواکونو پر اډې موټر بم ځانمرګی برید شوی، خو مرګ ژوبله نه لري.
ننګرهار کې پر  پوله ساتو ځواکونو موټربم ځانمرګی برید وشو
ختیځ کې د پوله ساتو ځواکونو چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د سرحدي ځواکونو پر اډې موټر بم ځانمرګی برید شوی، خو مرګ ژوبله نه لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه برید نن یکشنبې د چنګاښ ۲۴ مه شاوخوا ۴ بجې د ننګرهار ولایت په غني خېلو ولسوالۍ کې د پوله ساتو ځواکونو په یوه قرارګاه شوی دی.

په ننګرهار کې د سرحدي پولیسو قوماندان محمد ایوب حسن خیل وايي، په کرولا موتر کې سپور ځانمرګي برید کوونکي غوښتل، د سرحدي پولیسو اوم کنډک ته د ننه شي، خو سرتېرو په قرول کې پېژندلی او هدف ته رسېدو وړاندې یې وژلی دی.

نوموړي زیاته کړه، چې ځانمرګي برید کوونکي په قرول کې چاودنه کې، خو سرتېرو ته په کې زیان نه دی اوښتی.

بل خوا یوې امنیتي سرچینې هم ویلي، برید کونکي په قرول کې چاودنه کړې او سرحدي پولیسو ته یې مرګ ژوبله اړولې خو دقیق شمېره یې تر اوسه نه ده معلومه.

د دغه برید مسؤولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون په هلمند کې هم د پولیسو په یوه پوسته په موټربم ځانمرګي برید کې یو پولیس وژل شوی او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي