سیمه ییزې سرچینې وايي، قندوز ولایت کې د افغان ځواکونو او وسله والو طابانو تر منځ سختې جګړې روانې دي، خو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته.
د جمهورآژانس د خبر له مخې د قندوز د ولایتي شورا رییس محمد یوسف ایوبي ویلي طالبانو نن سه شنبې د چنګاښ ۲۶ مه سهار مهال د قندوز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ په یو شمېر سیمو کې پر امنیتي پوستو بریدونه کړي.
نوموړي ویلي، چې طالبانو د کنجک، نوآباد او قرغز په کلیو کې پر امنیتی پوستو بریدونه کړي، چې لا هم د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه روانه ده.
هغه وايي تر اوسه د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته.
د قندوز امنیتي چارواکو او طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:قندوز