۰
نیویارک ټایمز:

طالبان نور په ملکي سیمو کې ځانمرګي بریدونه نه کوي

پنجشنبه ۲۸ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۲۸
وسله والو طالبانو د لومړي ځل له پاره اعلان کړی، چې نور به د ملکي وګړو د اوسېدو په سیمو کې ځانمرګي بریدونه نه کوي.
طالبان نور په ملکي سیمو کې ځانمرګي بریدونه نه کوي
وسله والو طالبانو د لومړي ځل له پاره اعلان کړی، چې نور به د ملکي وګړو د اوسېدو په سیمو کې ځانمرګي بریدونه نه کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته په یوه تلېفوني مرکه کې کړې دي.

مجاهد ویلي، د دوی مشرتابه ټولو طالبانو ته امر کړی، چې نور په هغه سیمو کې بریدونه ونه کړي، چېرته چې د ملکي وګړو د وژل کېدو ګواښ وي.

ورځپاڼې د مجاهد له قوله زیاتوي، چې اختر کې له اوربند وروسته طالبانو په کابل کې ځانمرګي بریدونه نه دي کړي او مشرانو هم همدا امر کړی، چې ټول یې تابعدار دي.

طالبانو په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي خو وايي غواړي، چې د ولسي وګړو په تلفاتو کې کموالی راشي.

د ولسمشر ماڼۍ مرستیال شاه حسین مرتضوي هم نیویارک ټایمز ورځپانې ته ویلي، چې له اختر وروسته د طالبانو په فعالیتونو او ځانمرګو بریدونو کې کموالی راغلی دی.

باید و ویل شي، چې افغان حکومت او طالبانو په تېر کوچني اختر کې اروبند اعلان کړ، چې د حکومت له خوا یې موده اوږده خو د طالبانو له خوا یوازې درې ورځې وه.

د افغان حکومت او ولسي وګړو په وینا دغه اوربند ډېر بریالی و او خلکو ته یې د سولې د رامنځ ته کېدو هیلې زیاتې کړې دي.

که څه هم ولس او حکومت بیا هم له طالبانو وغوښتل، چې دغه اوربند نور هم وغځوي، خو طالبانو د هغوی غوښتنو ته پاملرنه ونه کړه.

اوس رپورټونه وايي، افغان حکومت هڅه کوي، چې په لوی اختر کې هم له طالبانو سره ورته اوربند وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي