۰
طالبان:

نیویارک ټایمز غلط راپور ورکړی موږ خپل بریدونه کوو

پنجشنبه ۲۸ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۳۹
وسله والو طالبانو د نیویارک ټایمز ورځپانې هغه راپور رد کړ، چې ویلي یې دي، طالبانو په هغه سیمو کې، چې ملکي وګړي په کې اوسي د ځانمرګو بریدونو نه کولو اعلان کړی دی.
نیویارک ټایمز غلط راپور ورکړی موږ خپل بریدونه کوو
وسله والو طالبانو د نیویارک ټایمز ورځپانې هغه راپور رد کړ، چې ویلي یې دي، طالبانو په هغه سیمو کې، چې ملکي وګړي په کې اوسي د ځانمرګو بریدونو نه کولو اعلان کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طالبانو په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، دغه ورځپاڼې یې له خبرو ناسم تعبیر اخیستی او دوی به خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په دغه خبرپانه کې ویلي، دوی ورځپانې ته داسې نه دي ویلي، چې ګواکي په ښارونو کې به بریدونه نه کوي.

نوموړي زیاته کړې، نیویاریک ټایمز وپوښت چې له اوربنده وروسته ولې د طالبانو بریدونه په ښارونو کې کم شوي، نو ځواب کې یې و ویل شول، چې په ښارونو کې بریدونو پراخ پلان او حوصلې ته اړتیا لري څو وکړی شي د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې مخنیوی وشي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ټینګار کړی همدا چې په ښارونو کې اهداف مشخص کړي نو بریدونه به ورباندې کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه راپور کې د مجاهد له قوله ویلي، چې طالبان نور په ملکي سیمو کې ځانمرګي بریدونه نه کوي.

ورځباڼې د مجاهد له خولې دا هم زیاته کړې، چې د دوی مشرتابه ټولو طالبانو ته امر کړی، چې نور په هغه سیمو کې بریدونه ونه کړي، چېرته چې د ملکي وګړو د وژل کېدو ګواښ وي.

ورځپاڼې د مجاهد له قوله زیاتوي، چې اختر کې له اوربند وروسته طالبانو په کابل کې ځانمرګي بریدونه نه دي کړي او مشرانو هم همدا امر کړی، چې ټول یې تابعدار دي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي