افغان حکومت د ولسمشر محمد اشرف غني په فرمان احمدشاه زمانزی د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د دارالانشا رییس په توګه ټاکلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ولسشمر په فرمان کې راغلي، چې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د ۱۲ شمېر پرېکړې او ۵۴۵ یاداشت سره سم د شرایط وړ کسانو څخه احمد شاه زمانزی د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د دارالانشا د رییس په توګه راته د منلو دی.
د ټاکنو له قانون سره سم د دارالانشا د رییس ټاکل د کمېسیون د اکثریت غړو په توافق ولسمشرۍ ماڼې ته وړاندیز کېږي او وروسته یې ولسمشرۍ ماڼۍ ټاکي.
باید و ویل شي، چې تر دې وړاندې امام محمد وریماچ د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون د دارالانشأ د رئیس په توګه دنده تر سره کوله.
جمهورخبري آژانس:کابل