ولسمشر غني د افغان فلم ارشیف د پرانستې په مراسمو کې ټنګار وکړ، چې د ارګ هېڅ یو چارواکی په دغه ارشیف کې د لاسوهنې او مداخلې حق نه لري.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولسمشر غني نن پنشنبې د چنګاښ ۲۸ مه د یاد ارشیف د پرانستې په مراسمو کې و ویل، دغه ارشیف ځکه ارګ ته لېږدول شوی، تر څو یې ښه ساتنه وشي او په مسلکي ډول ټول خلک ورته لاسرسی ولري.
نوموړي و ویل، چې ارشیف او ارشیف ساتنه یو مسلک دی او زموږ ملي اسناد هم باید د مسلکي ملګرو له خوا په دې ځای کې په ښه ډول وساتل شي.
ښاغلي غني زیاته کړه، چې معارف کې زموږ د ماشومانو او په پوهنتونونو کې زموږ د ځوانانو اساسي اړتیا دا ده، چې د خپل هېواد له تاریخ او کلتور څخه باید معلومات ولري.
ولسمشر وویل«زموږ کلتوري میراث باید په ښه توګه وساتل شي او له هغه څخه په فعال ډول ګټه واخستل شي د دغه فلم یوه برخه زموږ د هېواد د معاصر تاریخ واضح تصویر دی او اړتیا ده، چې په امن چاپېریال کې وساتل شي.»
هغه ټینګار وکړ، چې د ارګ هېڅ یو چارواکی په دې ارشیف کې د مداخلې حق نه لري او افغان فلم ته لاس رسی به د رسمي مقرراتو له مخې وي.
افغان ولسمشر وايي د افغان فلم په ګډون ټولې هغه خزانې چې په ارګ کې شته، هغې ته لاس رسی د اطلاعاتو او کلتور وزارت له صلاحیتونو څخه دي.
دا په داسې حال کې ده، چې وړاندې له دې ارګ ته د افغان فلم انتقال د ګڼو فرهنګیانو او ملي شورا خوا تر نیوکو لاندې و او هغوی د دغه فلم له ساتنې او په هغه کې د نه لاسوهنې څخه اندېښمن وو.
جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فایض