د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر وايي، د ترهګرۍ سره مبارزه یوازې د افغانانو نه، بلکې د ټولې نړۍ مسوولیت دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي اتمر دغه څرګندونې نن پنشنبې د چنګاښ ۲۸ مه کابل کې د نظارت او انسجام د ګډ بورډ په ۲۱مه ناسته کې کړې دي.
نوموړي ویلي، چې ترهګري د افغانستان په شمول ټولنې نړۍ ته ګواښ دی او ورسره مبارزه هم یوازې د افغانستان نه بلکې د ټولې نړۍ مسؤولیت دی.
دغه غونده چې د افغانستان او ملګرو ملتونو له خوا په ګډه جوړه شوې وه، د ملي امنیت شورا سلاکار په کې ټینګار وکړ، چې افغانستان او نړۍ له ګډ دښمن سره مخ دي او په ګډه یې باید پر وړاندې مبارزه وشي.
ښاغلي اتمر و ویل، چې حکومت په امنیتي ځواکونو کې اصلاحاتو ته ژمن دی او افغان ځواکونه د طالبانو او حقاني دلې په ګډون له ټولو ترهګرو ډلو سره په جګړه بوخت دي، چې باید ورته حوصله وکړو.
نوموړي زیاته کړه، د ناټو د روزنې ماموريت په ګډون له نړيوالو همکارانو سره په ګډه هڅه کوي چې د سولې ستراتيژي هم پر مخ يوسي.
د ملي امنیت شورا د سلاکار محمد حنیف اتمر په خبره د افغان ځواکونو پياوړي کول د دوى په لومړيتوبونو کې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل