سیمه ییز چارواکي وايي، په قندوز ولایت کې د هاوان د یوې مرمۍ د لګېدو د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه پرون شنبې د چنګاښ ۳۰ مه د قندوز ولایت د قلعه ذال ولسوالۍ د اق تېپې په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د قندوز د ولایتي شورا استازی سید اسدالله سادات وايي، د هاوان توغول شوې مرمۍ په یوه کرنیزه ځمکه کې لګېدلې ده، چې له امله یې دوه مېرمنې وژل شوې او د ماشومانو په ګډون ۸ نور ټپیان شوي دي.
دی وايي، دغه مرمۍ د افغان ځواکونو له خوا توغول شوې، خو امنیتي چارواکو د هغه خبره رد او ویلي یې دي مرمۍ د وسله والو طالبانو له خوا توغول شوې ده.
د قندوز د امنیه قوماندانۍ ویاند انعام رحماني وايي، طالبانو په یاده سیمه کې پر امنیتي ځواکونو برید کړی، چې د هاوان یوه توغول شوې مرمۍ یې په کرنیزه ځمکه کې لګېدلې ده.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل