۰

یمن کې د القاعده لس غړي وژل شوي دي

دوشنبه ۱ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۳۵
د یمن امنیتي چارواکي وايي، دغلته د تازه جګړو او د امریکا د بې پیلوټه الوتکو په برید کې د القاعده شبکې لس غړي وژل شوي دي.
یمن کې د القاعده لس غړي وژل شوي دي
د یمن امنیتي چارواکي وايي، دغلته د تازه جګړو او د امریکا د بې پیلوټه الوتکو په برید کې د القاعده شبکې لس غړي وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه امنیتي سرچینو زیاته کړې، چې د داعش دغه غړي په مآرب او شبوه ولایتونو کې وژل شوي دي.

د یمن دفاع وزارت په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي، خو په دې سیمه کې هوايي بریدونه یوازې امریکايي پوځ تر سره کوي.

د دې تر څنګ دا هم ویل کېږي، چې یمن کې له کورنۍ جګړې په استفادې دغه هېواد کې د القاعده شبکې فعالیتونه هم زیات شوي دي.

خپله القاعده شبکې هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي