وسله والو طالبانو ومنله، چې کاپیسا ولایت کې د دوی یو والي، یو ولسوال او ورسره دوه تنه نور طالبان د بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د کاپیسا له پاره د طالبانو والي ملا محمد نسیم مشفق، د تګاب له پاره ولسوال قاري احسان الله عثمان او دوه تنه نور په عملیاتو کې وژل شوي دي.
طالبانو په دې اعلامیه کې د وژل شویو کسانو له کورنیو سره خواږي ښودلې او ټینګار یې کړی، چې د دوی په وینا د دښمن دغه ډول بریدونه به دوی مات نه کړي.
باید و ویل شي، چې د کاپیسا ولایت د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر محمد حکیم عظیمي ویلي، افغان ځواکونو پرون دوشنبې د زمري اوله د کاپیسا د تګاب ولسوالۍ د بدر آب په کلي کې عملیات تر سره کړل.
نوموړي زیاته کړې، چې په دې عملیاتو کې د کاپیسا له پاره د طالبانو نومول شوی والي نسیم مشفق او د هغوی یو ولسوال قاري احسان الله وژل شوي دي.
د کاپیسا د امنیت امر زیاتوي چې په دغه عملیاتو کې یو شمېر وسله وال طالبان ټپیان شوي هم دي، خو د کره شمېر په اړه یې معلومات نه درلودل.
دی وایي دغه عملیات د ګډو افغان ځواکونو له خوا د ناټو د پرېکنده ماموریت په مرسته تر سره شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل