۰

د پکتیا د ګیانې او ومنې ولسوالیو د سقوط ضد و نقیض راپورونه

سی شنبه ۲ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۱۴
د پکتیا ولایتي شورا د دې ولایت د ګیانې او ومنې ولسوالیو د سقوط راپور ورکوي، خو امنیتي چارواکو یې دغه خبرې رد کړې او طالبانو تر اوسه څه نه دي ویلي.
د پکتیا د ګیانې او ومنې ولسوالیو د سقوط ضد و نقیض راپورونه
د پکتیا ولایتي شورا د دې ولایت د ګیانې او ومنې ولسوالیو د سقوط راپور ورکوي، خو امنیتي چارواکو یې دغه خبرې رد کړې او طالبانو تر اوسه څه نه دي ویلي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ولایتي شورا رییس بختیار ګل همت ویلي، د ګیانې ولسوالۍ تېره شپه( سه شنبې شپه د زمري ۲مه) د طالبانو لاس ته لوېدلې ده.

دغه راز نوموړې زیاته کړې، چې د ومنې ولسوالی چې د مرکز ځینې برخې یې پخوا له طالبانو سره وې، نن سهار سه شنبې د زمري ۲ مه د طالبانو لاس ته لوېدلې ده.

د هغه په وینا طالبانو د ځواکي په نوم پوسته سقوط کړې او په دې سره یې ټوله ولسوالي لاس ته لوېدلې ده.

خو د پکتیا امنیتي چارواکو د ولایتي شورا د رییس خبرې په کلکه رد کړې خو دا مني، چې په سیمه کې سخته جګړه روانه ده.

د امنیه قوماندانۍ ویاند شاه محمد آرین وايي ولسوالۍ نه دې سقوط شوې، خو له تېرې ورځې راهیسې جګړه روانه ده، چې تر اوسه په کې ۹ طالبان او څلور امنیتي سرتېري وژل شوي دي.

د هغه په وینا په جګړه کې ۱۲ طالبان او شپږ امنیتي سرتېري ټپیان شوي هم دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ګیانې او ومنې ولسوالۍ د سقوط او جګړې خبر پر داسې مهال ورکول، کېږي، چې درې ورځې وړاندې پکتیا والي شمیم خان کټوازي امنیتي ځواکونو ته امر وکړ، چې نور پر دښمن رحم ونه کړي او پر همغه ځای کې یې و وژني.

جمهورخبري آژانس:پکتیا
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي