۰

افغان سوداګرو هند کې د ۶۷ میلیونو ډالرو قراردادونه تر لاسه کړي

سی شنبه ۲ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۵۱
هندي رسنۍ وايي، د هند او افغانستان تر منځ سوداګري مخ پر پراخېدو ده او هند ته د افغانستان د مېوو صادرات زیات شوي دي.
افغان سوداګرو هند کې د ۶۷ میلیونو ډالرو قراردادونه تر لاسه کړي
 هندي رسنۍ وايي، د هند او افغانستان تر منځ سوداګري مخ پر پراخېدو ده او هند ته د افغانستان د مېوو صادرات زیات شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې رسنۍ زیاتوي، چې دغه سوداګریزه پراختیا او اسانتیاوې د افغانستان او هند تر منځ د هوايي دهلېز تر پرانستل کېدو وروسته رامنځ ته شوې دي.

راپور وايي، تر دا مهال د افغانستان او هند تر منځ تر ۱۰۰ زیات پروازونه شوي، چې په کې ۲۵۰۰ ټنه توکي هند ته لېږدول شوي دي.

هندي رسنیو ویلي، چې څه موده وړاندې په هند کې د افغانستان د سوداګریزو توکو یو نندارتون جوړی و، چې به کې افغان سوداګر بریالي شول د ۶۷ میلیونه ډالرو قراردادونه خپل کړي.

دغه رسنۍ وايي، د دې قراردادونو په تر لاسه کولو سره به هند ته د افغان سوداګرو د صادراتو کچه ۱۵ سلنه نوره هم لوړه شي.

. هندي چارواکو هم دغه سوداګرۍ ته په ښه سترګه کتلي او وايي د افغانستان ډېری صادرات هند ته دي، نو افغان او هندی حکومت هڅه کوي په دې برخه کې اسانتیاوې رامنځ ته کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي