۰

کورنیو چارو وزارت وايي لوګر کې د طالبانو پر یوه غونډه هوايي برید شوی

چهارشنبه ۳ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۳۱
د کورنیو چارو وزارت وايي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو لوګر کې د هوايي او ځمکنیو عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو پر یوه غونده برید کړی دی.
کورنیو چارو وزارت وايي لوګر کې د طالبانو پر یوه غونډه هوايي برید شوی
د کورنیو چارو وزارت وايي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو لوګر کې د هوايي او ځمکنیو عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو پر یوه غونده برید کړی دی.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې د کورنیو چارو وزارت نن چهارشنبې د زمري ۳ مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان ځواکونو د لوګر د خوشي ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د طالبانو پر یوه غونډه برید کړی دی.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه برید کې ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

په خبرپانه کې ویل شوي طالبان د خوشۍ ولسوالۍ په سلېمان خیلو، دریا خان او ګل محمد خیلو سیمه کې د ترهګرو بریدونو د پلان په موخه سره راټول شوي و، چې امنیتي ځواکونو پرې بریدونه وکړه.

د کورنیو چارو وزارت زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې د وسله والو طالبانو یو شمېر موټر سایکلونه هم له منځه وژل شوي دي.

خبرپاڼه وايي، په عملیاتو کې افغان ځواکونو او ولسي وګړو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.

خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي