۰
د کورنیو چارو وزارت:

زابل کې د عملیاتو پر مهال ۴۸ وسله وال وژل شوي دي

چهارشنبه ۳ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۳۹
د کورنیو چارو وزارت په زابل ولایت کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په عملیاتو کې د لسګونو وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.
زابل کې د عملیاتو پر مهال ۴۸ وسله وال وژل شوي دي
د کورنیو چارو وزارت په زابل ولایت کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په عملیاتو کې د لسګونو وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن چهارشنبې د زمري ۳ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې افغان ځواکونو دغه عملیات د زابل ولایت په دای چوپان ولسوالۍ کې تر سره کړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې عملیاتو کې ۴۸ وسله وال مخالفین وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

دغه راز خبرپاڼه زیاتوي، چې په عملیاتو کې ۷۴ کړۍ ماینونه او ۱۰ زره ډزه بېلابېلې مرمۍ هم د افغان ځواکونو له خوا کشف او تر لاسه شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، په دې عملیاتو کې امنیتي ځواکونو او ولسي وګړو ته زیان نه دی رسيدلی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

باید و ویل شي، چې تر دې وړاندې د زابل په اټغر ولسوالۍ کې هم د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ په سختو نښتو کې دواړو لورو یو بل ته د درندې مرګ ژوبلې اړولو اعاوې کړې وې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي