۰
سارک سازمان:

تحریک انصاف دې له افغانستان او هند سره اړیکې ښې کړي

شنبی ۶ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۳۰
سارک سازمان د پاکستان تحریک انصاف ګوند ته د ټاکنو ګټلو د مبارکۍ تر څنګ له دغه ګونده غوښتي، چې له افغانستان او هند سره خپلې اړیکې ښې کړي.
تحریک انصاف دې له افغانستان او هند سره اړیکې ښې کړي
سارک سازمان د پاکستان تحریک انصاف  ګوند ته د ټاکنو ګټلو د مبارکۍ تر څنګ له دغه ګونده غوښتي، چې له افغانستان او هند سره خپلې اړیکې ښې کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د سارک سازمان تمه ښودلې، چې د تحریک انصاف ګوند بریا به په سیمه کې د ژورو بدلونونو سبب شي.

دغه سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې عمران خان باید تر هر څه وړاندې له افغانستان او هند سره د اړیکو ښه کولو له پاره کار وکړي او په سیمه کې یو ستر اقتصادي بدلون رامنځ ته کړي.

خبرپاڼه وايي، جنوبي اسیا، یعنې هند، پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ لپاره تر ټولو ښه ځایونه دي، خو د دغه هېوادونو ترمنځ سیاسي ستونزو دلته د اقتصاد د پرمختګ مخه نیولې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوی، چې تحریک انصاف ګوند باید خپلې تګلارې د ټولې سیمې له پرمختګ سره وتړي دلته دې د سترو سوداګریزو او اقتصادي تحولاتو لپاره ګامونه اوچت کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان پرون جمعه خپلو پلویانو ته د خبرو پر مهال و ویل، چې حکومتولي به اصلاح کړي، ستونزې به له منځه یوسي، د ترهګرۍ ضد مبارزه به ګړندۍ کړي او د سیمې له هېوادونو سره به قوي اقتصادي او سوداګریزې اړیکې ولري.

باید و ویل شي، چې عمران خان په ټاکنو کې ۱۱۸ څوکۍ ګټلې، چې تر نورو ګوندونو مخکې دی خو د صدارت څوکۍ له پاره ۲۷ نورڅوکیو ته اړتیا لري، چې ښايي د پوره کولو له پاره یې پر ائتلافي حکومت خبرې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي