۰

امریکا وايي آي ایم ایف به پاکستان ته د چین لپاره پور ورنه کړي

سی شنبه ۹ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۰۵
د امریکا د بهرنو چارو وزیرمایک پمپمو د نړیوال وجهی صندوق لخوا د پاکستان نوې حکومت ته د احتمالې پور ورکولو په اړه خبردارې ورکړې.
امریکا وايي آي ایم ایف به پاکستان ته د چین لپاره پور ورنه کړي
د امریکا د بهرنو چارو وزیرمایک پمپمو د نړیوال وجهی صندوق لخوا د پاکستان نوې حکومت ته د احتمالې پور ورکولو په اړه خبردارې ورکړې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پمپیو دغه څرګندونې د سې بی ایس ټیلویژن سره په یوه مرکه کې کوې او ویلي یې دي، چې آي ایم ایف باید د پاکستان نوي حکومت ته د اقتصاد ژغورنې د پاره پور ورنه کړې چې د چین پور ورکونکو ته ېې ادا کړي.

د هغه په وینا د امریکا حکومت دی ته سترګې په لار ده چې د پاکستان د نوې حکومت احتمالې صدراعظم عمران خان سره کار وکړي.

خوزیاته کړې یې ده دا هیڅ منطقی خبره نه ده چې چین کومې پیسې پاکستان ته په پور ورکړې هغه دی ورته اي ایم ایف ورکړې.

پمپمو وویل«غلطی و نه کړۍ، موږ به دی ته گورو چې نړیوال وجهي صندوق څه کوې»

دا په داسې حال کې ده، چې د فنانیشل ټایمزورځپانې وړمه ورځ په یوه راپور کې ویلي، د پاکستان د مالي چارو لوړپوړې چارواکي عمران خان ته داسي وړاندیزونه تیارکړي دي چې د نړیوال وجهي صندوق نه ١٢ ملیارده ډالر پور واخلي، چې د پاکستان د پیسو ارزښت د لویدو د بحران مخه ونیسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي