۰

درې هېوادونه د سوریې د جګړې د پای ته رسولو په اړه غونډه لري

سی شنبه ۹ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۰۶
د روسیې، ترکیې او ایران استازي په سوریه کې د اووه کلنې جګړې د پای ته رسولو په لارو چارو په اړه سره راغونډ شوي او خبرې اترې کوي.
درې هېوادونه د سوریې د جګړې د پای ته رسولو په اړه غونډه لري
د روسیې، ترکیې او ایران استازي په سوریه کې د اووه کلنې جګړې د پای ته رسولو په لارو چارو په اړه سره راغونډ شوي او خبرې اترې کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د درې واړه هېوادونو استازي نن سه شنبې د روسیې په سوچي ښار کې دغه غونده لري.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کې ویلي و، چې په دې غونده کې به د سوریې د اساسي قانون د یوې کمېټې پر جوړولو، امن سیمې په رامنځته کولو او په سوریه کې د بشري وضعیت په اړه خبرې وشي.

د سوریې په اړه د سوچي په غونډه کې به د اردن یو چارواکی او د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی سټیفن دي میسټورا د څارونکو په توګه ونډه ولري.

دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو هم په جینوا کې د سوریې په اړه د خبرو اترو لړۍ پیل کړې ده.

بل خوا ترکیې پرون اعلان کړی، چې د سوریې د جګړې او نورو سیمه ییزو مسایلو په اړه به د راتلونکې سپټمبر میاشت په لومړیو کې له فرانسې، جرمني او روسیې سره په ګډه یوه سرمشریزه جوړه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي