۰

افغان ځانګړو ځواکونو هلمند کې د طالبانو یو بل زندان مات کړی

شنبی ۱۳ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۰۰
په سویل لوېدیځ زون کې د پوځ چارواکي وايي، افغان ځانګړو ځواکونو هلمند ولایت کې د طالبانو پر یوه زندان چاپه وهلې، زندان یې مات کړی او ۶۱ بندیان یې ترې راخوشي کړي دي.
افغان ځانګړو ځواکونو هلمند کې د طالبانو یو بل زندان مات کړی
په سویل لوېدیځ زون کې د پوځ چارواکي وايي، افغان ځانګړو ځواکونو هلمند ولایت کې د طالبانو پر یوه زندان چاپه وهلې، زندان یې مات کړی او ۶۱ بندیان یې ترې راخوشي کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې افغان ځانګړو ځواکونو وړمه شپه د(زمري ۱۱ مه) د هلمند ولایت په کجکي ولسوالۍ کې د طالبانو پر دغه زندان چاپه وهلې.

په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان جنرال ولي محمد احمدزی وایي، طالبانو به دغه زندان کې د افغان حکومت سره د مرستې او همکارۍ په تور له تېرو څو میاشتو راهیسې یو شمېر کسان بندیان کړي وو.

نوموړي زیاته کړه، چې په دغه زندانیانو کې ډېری یې ولسي وګړو، خو وړمه شپږه د ځانګړو ځواکونو د ۷ کنډک سرتېرو پرې چاپه وهلې او زندان یې مات کړی دی.

جنرال احمدزی زیاتوي، چې افغان ځانګړو ځواکونو له دغه زندان څخه ټول ۶۱ تنه بندیان راخوشي کړي، چې تر لومړنیو پلټنو وروسته به خپلو کورنیو ته ولېږل شي.

دی وايي، په خوشي شویو کسانو کې ځینې امنیتي کسان هم شته او دغه راز په عملیاتو کې ولسي وګړو او افغان ځواکونو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.

په عملیاتو کې د زندان یو شمېر ساتونکي هم د افغان ځواکونو له خوا ویشتل شوي او ځینې یې ژوندي نیولي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په تېره یوه میاشت کې درېیم ځل دی، چې ځانګړي ځواکونه هلمند کې د طالبانو زندانونه ماتوي، او لسګونه ولسي وګړي او امنیتي سرتېري ترې راخلاصوي.

جمهورخبري آژانس:هلمند
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي